د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د پولیسو، د هېواد له نورو امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، د نېکمرغه لوی اختر د درېیو ورځو امنیت په ښه توګه تامین کړ.
نوموړی زیاتوي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر لمونځونه او نور مذهبي مراسم په یوه ډاډمنه فضا او ارام چاپېریال کې ترسره شول.
د ښاغلي قانع په وینا، د امنیتي ځواکونو د هڅو او ښه تدبیر له امله او د ولس د همکارۍ په نتیجه کې افغانستان امن او ثبات ته رسېدلی دی.