د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې د کابل ښار د ښکلا په موخه ۳۶ څلور لارې په بنسټیز ډول رغولې دي.
کابل چې له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی، د تاریخ په اوږدو کې د هنر او کلتور له نظره د یوې ځانګړې مهمې او اغیزمنې سیمې په توګه پېژندل کېږي.
دا ښار د بېلابېلو تمدنونو تر څنګ د ښکلا او هنر زانګو ده، چې کابل ښاروالۍ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نوی رنګ ورکړی دی.
کابل مېشتي وايي، چې بشپړ امنیت او سراسري سولې په افغانستان کې رغنیزو پروژو ته لاره هواره کړې ده.
د دې تر څنګ مسولین وايي، اوسمهال په کابل ښار کې ۱۴۱ پارکونه شته، چې هېوادوال د تفریح په موخه ګټه ترې اخیستی شي.