د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ایران ته د سفر په ترڅ کې تهران کې د ایران-هیلټ په نوم د روغتیایي محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
ښاغلي وزیر د یاد نندارتون د لیدنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی دی او د دواړو هېوادونو پانګوال باید له دې فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

