ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې ګډون کړی

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی اوزبیکستان کې د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې ګډون کړی.

 دغه فورم چې د جون په ۱۰مه د نړۍ د لوړپوړو چارواکو او سلګونو پانګوالو په شتون کې پرانیستل شو د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي غونډه بلل کېږي.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دې فورم د پرانیستې په مراسمو کې له اسلامي امارت سره په رغنده تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي وده د سیمې د اقتصادي پياوړتيا او پرمختګ په ګټه دی.

د فورم په څنډه کې افغان پلاوي له ګڼو سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو سره لیدنې کړي او د کانونو، انرژۍ، کرنې، ترانزیټ او تولید په برخو کې یې د پانګونې فرصتونه تشریح کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه، د اقتصادي مشارکت او تعامل پر سیاست ټینګار کړی او ټولو کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو ته یې د افغانستان اقتصادي پروژو کې د ګډون بلنه ورکړې او ډاډ یې ورکړی، چې د پانګونې لپاره یو خوندي، شفاف او ملاتړ کوونکی چاپېریال برابر شوی دی.