ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پانګونې د څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یاد هېواد د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر لذیذ قدرتوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دا تاریخي سند به د تعرفو د راکمولو، د سوداګرۍ خنډونو د لرې کولو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د توکو د لاسرسي اسانتیا او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغه تړون لاسلیک د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په اقتصادي اړیکو کې یو بنسټیز پرمختګ بلل کېږي.

دا تړون نه یوازې د تعرفو خنډونو کمولو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ اسانتیا سبب ګرځي، بلکې د صادراتو د پراختیا، د کارموندنې زیاتوالي، د صنعتونو پیاوړتیا او دوامداره اقتصادي ودې لپاره نوې دروازې هم پرانیزي.

دغه‌راز په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کاري پلان سند هم لاسلیک شو، چې موخه‌یې د سوداګرۍ، صنعت، کرنې، لوژستیک او د ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې دوه‌اړخیزې همکارۍ پراخول دي.

همدارنګه په لیدنه کې، دواړو لوریو د پخوانیو ژمنو د تعقیب او پلي کولو، د اقتصادي همکارۍ د لا پراختیا، د سوداګرۍ اسانتیا، ګډې پانګونې، د صادراتو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لیږد په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي دي.

په پای کې، دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د لا پراخېدو او د اوږدمهالو همکاریو لپاره د عملي زمینو پر برابرولو ټینګار کړی دی.