ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو د ایران پر پلازمينه او څو نورو ښارونو مرګوني بریدونه کړي

د اسرائیلو صهیونیستي رژیم نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) د ایران په پلازمېنه تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې پر مهمو او حساسو اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندانۍ، اټومي تأسیسات، د وسلو جوړولو فابریکې او د ملکي وګړو د استوګنې یو شمېر ودانۍ په نښه شوې دي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، په یاده بمبارۍ کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د خاتم الانبیاء قرارګاه قوماندان غلامعلي رشید، د اټومي انرژۍ دوه ساینس‌پوهان محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي، او یو شمېر نور چارواکي وژل شوې دي.

همداراز، راپورونه وايي چې په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنه‌اي پر یاد هېواد د اسرائیلو صهیونیستي رژیم وروستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې « اسرائیل باید د سختو مجازاتو په تمه شي».

د ایران د مذهبي مشر په پیغام کې راغلي: «صهیونیستي رژیم د دې جنایت په ترسره کولو سره د خپل ځان لپاره یو تریخ او دردناک برخلیک ټاکلی او ضرور به یې ترلاسه کړي.»

په ورته مهال کې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومندانۍ خبرداری ورکړی دی، چې د دې بریدونو ځواب به «سخت او پښېمانوونکی» وي.

بل لور ته د اسرائیلو صهیونیستي رژیم اعلان کړی، چې د دې عملیاتو موخه د ایران اټومي بنسټونو او تأسیساتو له منځه وړل وو او زیاته کړې یې ده، چې دغه بریدونه د امریکا په همغږۍ ترسره شوي دي.

په ورته مهال ځینو نړېوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په راتلونکو ورځو کې هم د دغو بریدونو دوام امکان لري.