ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو د ایران پر تبریز ښار تازه برید کړی

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیلو صهیونیستي رژیم نن پر سیمه‌ییز وخت ۱۲:۳۰ دقیقې د ایران د تبریز ښار پر یو شمېر نورو سیمو برید کړی دی.

یاد خبري اژانس ویلي، چې اوس مهال د تبریز ښار هوایي ډګر د اسرائیلو هدف ګرځېدلی او له دې سیمې تور لوګي پورته شوي دی.

دغه‌راز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر یاد هېواد د اسرائیلو وروستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران ولس او مسوولین به د دې بریدونو پر وړاندې چپ پاتې نه شي او د ایران مشروع او ځواکمن ځواب به، اسرائیل پر خپلو بریدونو پښېمانه کړي.

ښاغلي پزشکیان زیاته کړې، لکه څنګه چې ایران د سیمې او نړۍ د سولې او ارامۍ لپاره هڅې کړې، د بریدونو په ځواب او د مشروع دفاع لپاره به هم په کلکه اقدام وکړي.

څو دقیقې وړاندې تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې پر ایران د اسرائیلو وروستیو بریدونو کې د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قومندان امیر علي حاجي‌زاده هم وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو په بریدونو کې تردې دمه د یاد هېواد شپږ اټومي ساینسپوهان او یوشمېر نور لوړ پوړي نظامي چارواکي وژل شوي دي.