د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونو توند غبرګونونه پارولي.
د روسیې استازي واسیلي نبنزیا خبرداری ورکړی، چې دغه بریدونه په سیمه کې ستر اټومي ناورین ته لاره هواروي او له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه ګڼل کېږي.
د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم د اسرائیلو کړنې غندلې او په سیمه کې یې د سولې پر وړاندې ستر ګواښ بللې دي. نوموړي زیاته کړې، چې ایران د خپلې دفاع حق لري.
د ایران استازي امیر سعید ایرواني دغه بریدونه “وحشي جنایت” او یو پلان شوی تېری بللی دی.
د چین استازي فو کونګ بیا سي سي ټي وي ته ویلي، چې اسرائیلو پر ایران له برید سره له یوې بلې سرې کرښې پښه واړوله.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو سره مخالف دی. دغهراز د اسرائیلو د وروستیو کړنو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.