د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، تېر کال یې د هېواد په بیلابیلاو سیمو کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو د څهباندې ۹۰۰ هغه شخړې حل کړي، چې له امله یې ښکیلو غاړو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زيانونه هم اوختي وو.
یاد وزارت زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راپه دېخوا یاد وزارت ۲ دوه زره او ۶۵۰ شخړې حل کړي او دواړه لوري یې راضي کړي چې تېرې ناخوالې هېرې، د ورورولۍ فضاء رامنځته او نوی د خوښۍ ژوند پيل کړي.
یاد وزارت وایي، د حل شویو شخړو د لوريو تر منځ د هېواد په کچه تر اوسه بیرته شخړې نه دي شوي او زیاتوي، چې د تازه شخړو د مخنیوي لپاره یې ځانګړی میکانیزم او کمېټې جوړې کړي، ترڅو مسلې په دایمي ډول حل کړي.

