ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د جهادي مدارسو مسولینو لپاره په جوړ شوي سیمېنار کې ګډون او وینا کړې

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۵)  کندهار کې د جهادي مدارسو د استادانو، مهتممینو او ناظمانو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنیز او اصلاحي سیمېنار کې ګډون او وینا کړې.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په یاد سیمینار کې د دیني عالمانو ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې دیني عالمان د انبیاء علیهم السلام وروسته د الله تعالی جل جلاله له لوري د اجتماعي عباداتو په ادا او په سیاست کولو هم مکلف دي.

د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، چې عالمان به د امت ټولنیز او سیاسي مسایل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضا کوي او د هغو منازعات به حل کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دغه راز ویلي، چې دیني عالمانو په هره زمانه کې په ډیرو سختو شرایطو کې د دین ساتنه کړې، مجاهدین یې روزلي، خلک یې جهاد کولو ته هڅولي او په دې لاره کې یې ډیري قربانۍ ورکړي دي.

د اسلامي امارت زعیم په پای کې د مدارسو استادانو ته په خطاب کې ویلي، چې د طالبانو او شاګردانو په تعلیم او تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړئ، د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه پاملرنه وکړئ.