ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد اسماعيل غزنوي: اسلامي امارت د هېواد سرحدي سیمو ته ځانګړي عامه خدمات وړاندې کوي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه د حکومت د رسنيو په مرکز کې خبري کنفرانس ورکړ.

په دې کنفرانس کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د ياد وزارت د دفتر ریيس مولوي نياز محمد تقي، مالي او عمومي ریيس مولوي محمد انور تایب، د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریيس مفتي تسليم الله حقاني او نورو مسولینو ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې مولوي محمد اسماعيل غزنوي په هېواد کې د اسلامي نظام شتون د ټولو افغانانو لپاره ویاړ بللی او ویلي یې دي، هېواد کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې اوسنی سوکاله او ازاد ژوند پر افغانانو د څښتن تعالی رحم دی.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان له اشغال او ستونزو څخه راوتلی هېواد دی، ډېر کار ته اړتیا لري.

ښاغلي غزنوي همداراز د هېواد په جوړېدو کې د هغو هېوادوالو هڅې ستایلي، چې خپلې ځمکې یې د پروژو د پلي کېدو لپاره اسلامي امارت ته ورکړې دي.

د یاد وزارت د پلټنو مرستيال د دې خبري کنفرانس له لارې رسنيو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ سرحدي او ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه ولسواليو کې له خدمتونو بې برخې ولسونو ته د دغه وزارت د پيل شويو او نا پیل شویو پروژو په هکله هر اړخېز معلومات ورکړي دي.  

نوموړي ویلي؛ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لورې په بېلابېلو برخو کې لکه؛ روغتیا، مخابراتو، پوهنې، سړکونو، مدرسو، مسجدونو، پاکو اوبو او نورو برخو کې د يو میليارد افغانيو بوديجه ځاکړې کړې، چې له مخې يې د هېواد په اووه ولایتونو کې د ۳۴۳ منظورو شويو پروژو له جملې د ۷۶ پروژو کار عملا جريان لري.

مولوي محمد اسماعيل غزنوي په پای کې یادونه کړې، وزارت یې هڅه کوي چې هېوادوالو ته په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.