ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کې د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د باختر اطلاعاتي اژانس د رییس مولوي ضیاءالحق حقمل او د دې کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او مولوي ضیاءالحق حقمل د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول.

په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.

د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه ورلېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.