ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق‌الله عزیزي له بهزاد نندارتون او د وچې مېوې مارکېټ له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رییس قاري ولي ګل جواد او د تاریخي ابداتو د ساتنې رییس انجینر حسیب نسیمي په ملتیا نن په کابل ښار کې د بهزاد نندارتون او د وچو مېوو له تازه جوړېدونکي مارکېټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي عتیق‌الله عزیزي یاد نندارتون د ملي هویت او د هېواد د هنري میراثونو د پیژندنې لپاره یو مهم مرکز وباله.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال زیاته کړه؛ دغه نندارتون له درېیو لسیزو راهیسې په ویجاړ حالت کې و، چې اوس د دې وزارت د هڅو په پایله کې په معیاري بڼه بیا رغول کيږي.

نوموړي وویل؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هلو ځلو او د ملي پانګه والو په مرسته د بهزاد نندارتون د معیاري جوړېدو سربېره د مناسب حریم په نظر کې نیولو سره یې شاوخوا د هېواد د وچو مېوو لپاره سوداګریز مرکز هم اباد کړی دی.

د دې نندارتون په شاوخوا کې جوړ شوي سوداګریز مرکز کې د وچو مېوو په نندارتون او خرڅلاو ترڅنګ د وچو مېوو د پروسس او صادراتو لپاره ځانګړي پلانونه او تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي، چې له دې لارې به نه یوازې داخلي بازار پیاوړی شي، بلکې بهرنیو هېوادونو ته به د افغاني وچو مېوو صادرات هم زیات شي.