د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه کندوز ولایت ته سفر کړی.
کرنې وزارت وايي، دغه سفر د غنمو د پېرلو د مرکزي همغږۍ کمېټې د دندو د اډانې په ترڅ کې ترسره شوی دی.
یاد وزارت زیاتوي؛ مولوي ضیاءالدین واقف د غنمو د بیو ارزونه، د طرزالعمل د شفاف پلي کېدو ډاډ، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د مالي اسنادو ترتیب او د غنمو پلورونکو ته د پیسو لېږد په موخه کندوز ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي واقف د کندوز ولایت ته د سفر وروسته د یاد ولایت د کرنې رییس صلاح الدین واحدي او د بیې ټاکنې کمېټې غړو سره په یوه ګډه ناسته کې ګډون کړی.
په ناسته کې د کندوز د کرنې ریاست ډاډ ورکړی، چې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر به د منظور شوي طرزالعمل له مخې عملي کېږي او یاد ریاست به له پلورونکو سره د مالي اسنادو د ترتیب او تادیاتو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.