ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي پر ایران د اسرائیلو بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره د ايران او اسرائيلي رژيم ترمنځ د وروستي وضعيت په اړه ټيليفوني خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي د ایران پر خاوره د اسرائيلي رژيم هوايي بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض بللی دی.

ښاغلي متقي له ايراني ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له لارې سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لیږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ورته‌مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له دريځه او د ایراني حاجیانو د لېږد په برخه کې د همکارۍ له چمتووالي څخه مننه کړې او افغانستان یې د یوه ملاتړي او خواخوږي هېواد په توګه د ایران یو ښه ګاونډی بللی دی.