د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۱۸ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۲۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي دي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۲۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۴۶۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۶ کورنیو سره ټولې ۷۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۷ تنه و، بیلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۱۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې ۳۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۶۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۵۱۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱۲ کورنۍ مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۰ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږ کورنیو سره ټولې ۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۵۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۳ کورنیو سره ټولې ۷۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، لوګر، پکتیکا، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته۶۴ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۴۰ کورنۍ او یو زر او ۵۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۱۷ کورنۍ او ۵۲۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۳۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۱ عدده