ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نوي کابل ښار کې افغان نړیوال  اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې نوي کابل ښار کې افغان نړیوال  اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تعمیل او د اسلامي نسل د سالمې روزنې او ښې راتلونکې په پار اړینه ده، چې د نوي کابل ښار تر چتر لاندې ځمکو کې، افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته د پراختیا په موخه یاده ځمکه ورکړل شي.

تمه ده چې په نوي کابل ښار کې به د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو لپاره ودانۍ، لابراتوارونه، څېړنیز مرکزونه، کتابتونونه، د استادانو کورونه، د محصلینو لیلیه، کنفرانس خونه، مېلمستون، ورزشي ډګرونه، د خدماتو او ترانسپورت مناسب ځایونه، زېرمتون، شنې ساحې، د اوبو ذخیرې او نور اړین ځایونه جوړ شي.