ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، روزګان کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د روزګان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال روزګان کې پر ۲۷ زره او ۱۵۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له یادو کروندو څخه شاوخوا ۹۶ زره او ۵۴۸.۵۵ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.

د روزګان د کرنې ریاست مسولین وايي؛ زرګونو بزګرانو ته مو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي او زرګونو نورو بزګرانو ته مو نغدي مرستې کړې دي.

د دې ریاست مسولینو په وینا؛ د همکارو موسسو په مرسته د ناروغیو تشخیص شوی دی او کروندګرو ته لازمې لارښوونې شوې دي.

د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي؛ چې ورسره سږ کال روزګان کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.