د افغانستان بانک وايي، چې په خصوصي بانکونو کې یې د هېوادوالو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده.
د ا فغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا وايي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري د اونۍ ۳۵۰ زره او د میاشتې یو میلیون، له ډالري حساب څخه هره اونۍ ۵ زره او د میاشتې تر ۱۵ زره امریکایي ډالرو او له شرکتي حسابونو څخه د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده.
د چارو شنونکي د افغانستان بانک دا ګام د بانکي سکټور د ودې او پیسو لېږد رالېږد په موخه ګټور ګڼي او وايي، چې په دې سره د بانکونو او مشتریانو تر منځ د باور فضا لا پیاوړې کېدای شي.
یو شمیر افغان پانګهوال بیا د افغانستان له بانک څخه په بشپړه توګه د محدیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي او وايي، چې له مخې به یې د پانګونې په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.