ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګري له کوم خنډ او ځنډ پرته دوام لري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو او نښتو سره سره، د افغانستان بهرنی سوداګري په منظم ډول او پرته له کوم ځنډه او خنډ دوام لري.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ګمرکونو، ولایتي مسوولینو او ولسي راپورونو پر بنسټ، د افغانستان سوداګریزې اړیکې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره نورمالې او د وارداتو، ترانزیت او د توکو عرضه په بازارونو کې په عادي ډول دوام لري.

د یاد وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د هېواد په کچه د اساسي توکو بیو کې غیرعادي بدلون نه‌دی لیدل شوی او نرخونه د ټاکل شویو شاخصونو مطابق دي.

یاد وزارت ویلي، په بازارونو کې یې د هغو کسانو په وړاندې، چې احتکار کوي جدي اقدامات کړي او له خلکو یې غوښتي چې اندېښنه ونه کړي.

وزارت ډاډ ورکړی، چې د بازار د اړتیا وړ توکو د کمښت کوم اندېښنه نشته.

همداراز ویل شوي، چې وزارت د ګمرکونو له لوژستیکي ظرفیتونو څخه په استفادې، د سوداګریزو منابعو او لارو مدیریت د نورو اقتصادي ادارو په همغږۍ پرمخ وړي، او هڅه کوي چې د احتکار، ناوړه استفادې او مصنوعي ستونزو مخه ونیسي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې له بې‌اساسه اوازو او ناسمو تفسیرونو ډډه وکړي او معلومات یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه کړي.

په پای کې وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد اقتصادي وضعیت ثابت دی او د بهرنۍ سوداکرۍ بهیر عادي روان دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت داسې مهال دا خبر ورکړی، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه روانه ده او  له امله یې د خلکو ترمنځ د سوداګریزو توکو د نرخونو د لوړېدو په اړه اندېښنې رامنځته شوې.