ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د چین له سفیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ اوږدو اړیکو ته په اشارې ویلي، دواړو هېوادونو تل ښې اړیکې لرلي او چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي.

نوموړي پر دې په ټینګار چې د مس عینک پروژې د ایستنې کار به ژر پیل او دا به د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې بریالۍ پروژه وي زیاته کړې؛ موږ ګډې هڅې کوو، ترڅو د دواړو هېواونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي.

د چین سفیر هیله څرګنده کړې، چې چین ته د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي سفر به ښې لاسته راوړنې ولري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، موږ به د خپل سفر پر مهال د چین د بېلابېلو چارواکو ترڅنګ له اکاډمیکو بنسټونو او سوداګریزو او اقتصادي کمپنیو سره هم لیدنې ولرو.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ چینايي سوداګرو او پانګوالو او د چین – جنوبي اسیا د نهم نندارتون او فورم ګډونوالو ته ډاډ ورکړو، چې په افغانستان کې د پانګونې له ښو فرصتونو په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.