د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړ پوړي امارتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته سفر وکړ.
په دې لوړ پوړي پلاوي کې چې د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان سفر کړی، په کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم وردګ شامل دي.
ټاکل شوې مولوي عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین-جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.