ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عدلیې وزارت: د فرعي قوانینو ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي

د عدليې وزير شيخ عبدالحکيم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر، في البرت ایلساس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

 شیخ عبدالحکیم شرعي په دې لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د عدليې وزارت فرعي قوانين له قران کريم، نبوي سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچينو څخه اخیستنه کوي او د دغو قوانينو ۹۵ سلنه چارې په عدلیې وزارت کې بشپړ شوې دي.

نوموړي زياته کړې، چې علمای کرام او حقوق پوهان پر قوانينو کار کوي او دا قوانین د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تر دقيقې کتنې وروسته د نوموړي لخوا توشيح او نافذ کېږي.

د ناروې شارژدافیر د عدليې وزارت د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د اړيکو پياوړتیا د ناروې له لومړيتوبونو څخه ده.