ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت د درېیم‌ګړې څارنې لپاره نوې تګلاره جوړوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې یاد وزارت د درېیم‌ګړې څارنې (Third Party Monitoring) لپاره د یوې نوې معیاري کړنلارې پر جوړولو کار کوي.

په همدې موخه په جوړه شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو ګډون کړی و .

مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې د درېیم‌ګړې لخوا د ترسره کېدونکي څارنې په بهیر کې ګڼې ستونزې شتون لري او اړتیا ده چې دې لپاره یوه واضح، معیاري او اغېزمنه کړنلاره ترتیب شي، ترڅو یادې ستونزې له منځه یووړل شي.

دغه‌راز نوموړي د یادې موضوع د حل په موخه د روغتیايي خدمتونو مرستیال په مشرۍ یوه تخنیکي کمېټه جوړه کړې او ورته یې سپارښتنه کړې، چې د (Third Party) د نظارت لپاره معیاري کړنلاره جوړه کړي.