د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې افغانستان اوس مهال په ۱۳۰ صنعتي برخو کې بشپړ او همداراز په ۱۰۰ نورو برخو کې نیمه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
یاد معاونیت زیاتوي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ صنعتي کارخونې په رسمي ډول فعالیت کوي، چې ۵۷۰ ډول توکي لکه اوړه، غوړي، مالګه، درمل، اوسپنه، سیمېنټ، فولاد، کیمیاوي مواد او نور تولیدوي.
دغهراز یاد معاونیت وایي، چې یادو کارخونو کې شاوخوا ۱۳۵ زره هېوادوال په مستقیم ډول په کار بوخت دي.
اسلامي امارت د صنعتي کارخونو د پرمختګ لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې پکې د خامو موادو برابرول، د واردېدونکو موادو او ماشین آلاتو تعرفې کمول، د قاچاق مخنیوی او د کورني صنعت ملاتړ شامل دي.
همدارنګه د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه د هغو توکو پر واردولو زیاته تعرفه وضع شوې، چې په کور د ننه تولېدېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا اقدامات د هېواد صنعتي سکتور د بیا رغونې او خپلواک اقتصاد په لور د مهمو ګامونو په توګه ګڼل کېږي.

