د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ملي او نړېوال کرېکټ مجرب افغان لوبڅار بسمالله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
کرېکټ بورډ د ښاغلي شینواري مړینه یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې او په دې ستر غم کې یې د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د کرېکټ له ټولنې سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي شینواري د کرېکټ لوبڅارنې خورا اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی و.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو په وینا بسم الله جان شینواري په ۳۴ یوه ورځنیو، ۲۶ شل اووریزو، ۳۱ لومړۍ درجه، ۵۱ – اې درجه او ۹۶ شل اووریزو سیالیو کې د رسمي لوبڅار په توګه ونډه درلوده.
ښاغلي شینواري د لوبې په ډګر کې د لوبڅارۍ تر څنګ په لسګونو کورنیو او نړیوالو لوبو کې د (ټي – وي) لوبڅار په توګه هم برخه اخیستې وه.

