ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د عصبي جراحانو په لومړۍ کنګره کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د عصبي جراحانو په لومړۍ کنګره کې ګډون وکړ.

په دې کنګره کې، چې موخه یې د عصبي جراحي برخې ته لا زیاته وده ورکول دي، د عامې روغتیا د وزیر سربېره د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د افغانستان د عصبي جراحانو د ټولنې غړو، د جراحي برخې مرکزي او ولایتي متخصصینو او کورنیو او بهرنیو روغتیايي کادرونو ګډون کړی و.

مولوي نور جلال جلالي عصبي جراحي د روغتیايي سکټور یوه مهمه برخه بللې او ویلي يې دي، چې د عامې روغتیا وزارت به په نږدې راتلونکي کې د زده‌کړو د تعقیب په موخه یو شمېر افغان کادرونه بېلا بېلو هېوادونو ته ولېږي.

نوموړي زیاته کړې، عصبي جراحي یوه تخصصي څانګه ده، چې په افغانستان کې زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي او دا برخه باید نوره هم غني شي، څېړنې او تحقیقات پکې وشي، له نړیوالو تجربو څخه ګټه واخیستل شي او هغه عصري مېتودونه، چې په پرمختللې نړۍ کې ترې ګټه اخیستل کېږي، افغانستان کې هم ورته زمینه برابره شي.

ښاغلي جلالي له هغه افغان روغتیايي کادرونو څخه، چې په بهر کې مېشت دي، هېواد ته د بېرته راستنېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا کادرونه هېواد ته په بېرته راستنېدو سره په امارتي او خصوصي روغتونونو کې خپلو هېوادوالو ته د خدمت مصدر ګرځېدلای شي.