د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي یې په چين هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنګره کې ګډون وکړ.
سږکال دغه کنګره د چين هېواد په کوربتوب او د دغه هېواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څخه لوړ رتبه چارواکو، د اوسپنې پټلۍ ماهرينو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسوولينو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ په نړيواله کچه وروستي انکشافات، پرمختګونه، ظرفيت لوړونه او عصري ټکنالوژۍ کارونې په اړه مفصل بحثونه او نظرونه تبادله شول.
همداراز، د مخکښو نړيوالو شرکتونو او نهادونو لخوا خپلې تجربې، څېړنې، نوښتونه او نوي عصري ټکنالوژۍ د ګډونوالو سره شريکې او نندارې ته وړاندې شوې.
د یادونې وړه ده، چې افغانستان له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) فعال غړی دی او هڅه کوي چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ په مرسته د هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.

