ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نورالدين عزيري او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال لیدنه؛ درې میلیارده ډالرو ته د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلیو سره لیدنه کړې ده.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې درې میلیارده ډالرو ته د سوداګریزو اړیکو پراختیا، او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر پر اسانه کولو ټینګار کړی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ژمنه کړې چې هېواد به یې شاوخوا ۱۰۰ افغان زده‌کړیالانو ته د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو زمینه برابره کړي او له افغانستان سره به د یو میلیون ډالرو په ارزښت بشرپاله مرسته هم وکړي.

سربېره پردې، نوموړي ټینګار کړی، چې د نفتو او مایع ګاز شرکتونه دې د افغانستان له لوري قزاقستان ته معرفي شي، ترڅو دغه هېواد وکولای شي افغانستان ته نفت او مایع ګاز په تخفیفي نرخ برابر کړي او خلک د ژمي په موسم کې له دې موادو د کمښت له ستونزې خوندي پاتې شي.