ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان او اوزبیکستان پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د قزاقستان او اوزبیکستان هېواد پانګوالو سره په لیدنه کې د برېښنا انرژۍ تولید برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د ناستې پیل کې ښاغلي ډاکټر عمر یادو پانګوالو ته ښه راغلاست ویلی او په افغانستان کې یې د برېښنا انرژۍ د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د یادو هېوادونو پانګوالو افغانستان کې د برېښنا انرژۍ تولید او تخنیکي انجنیرانو روزنې برخو کې خپلې طرحې او وړاندیزونه د ښاغلي ډاکټر عمر سره شریک کړي او په دې برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ډاکټر عبدالباري عمر یادو پانګوالو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان برېښنا شرکت د پانګونې لپاره ځانګړې تګلاره لري او د همدې پالیسۍ پر بنسټ له نورو ملي او نړیوالو پانګوالو سره هم ګډې پانګونې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو هېوادونو پانګوال غواړي، په افغانستان کې له ټيټې کچې بیا تر لوړې کچې برېښنا تولید کړي او افغان انجنیران هم په تخنیکي ډول وروزي.