د عامې روغتیار وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن او افغانستان لپاره د یاد هېواد له
نوي ټاکل شوي استازي، ریچارد لینزي سره په لیدنه کې پر یو شمېر روغتیایي برخو کې د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې کړې.
عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیایي سیسټم د ښه والي، روغتیا وزارت لومړیتوبونو، د روغتیایي
کارکوونکو ظرفیت لوړولو، روږدو، سرطاني ناروغیو او د مور او ماشوم روغتیا برخه کې په ملاتړ خبرې شوې دي.
ښاغلي جلالي د روغتیا په برخه کې د برېتانیا له مرستو او همکاریو مننه کړې او د افغانستان لپاره د دغه هېواد له نوي ټاکل شوي
استازي ریچارډ لینزي څخه یې د روغتیا په برخه کې د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
بل لور د یاد هېواد شارژدافیر او نوي ټاکل شوي استازي خپلو دوامدارو همکاریو ته په اشارې د روغتیا برخه کې د ملاتړ او همکارۍ
ډاډ څرګند کړی دی.

