د اقتصاد وزارت مسولينو خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له ملت او رسنیو سره شریکې کړې.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر یو کال په هېواد کې د ۶۹۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو زر ۹۱۶ پروژې د کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري پلي شوې دي.
د ښاغلي نظري په وینا، په دې موده کې ۱۴۰ کورنیو او ۶ بهرنیو موسساتو ته د فعالیت جوازونه ورکول شوي، چې له دې سره په هېواد کې د فعاله غیرې امارتي موسسو شمېر دوه زره او ۶۴۰ ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد د پراختيايي مديريت د ښه والي په موخه د افغانستان د پراختیایي ستراتېژۍ وروستی مسوده ترتیب شوې او دغه راز د پراختيايي پروژو د تطبيق له جریان څخه د څارنې ارزونې او راپور ورکولو لپاره ګڼ اقدامات هم شوي دي.
سربېره پر دې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره پراختيايي ستراتېژي تدوين شوې، چې د اقتصادي رشد، د کاري فرصتونو را منځته کولو، فقر کمولو، د زېربناوو پراختيا د خصوصي سکتور ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په خبر کليدي موخې پکې شاملي دي.
د یاد وزارت مسولینو ویلي، د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخه کې په ټولیز ډول ۱٦١٩ پروژې د اقتصاد وزارت دويمي واحدونو ته معرفي شوې، چې له جملې یې ۱۳۱۱ د کورنيو او ٦٠۵ نورې د بهرنيو موسسو له خوا د ٦٩۵.٧ میلیون ډالرو په مجموعي بودیجې سره بشپړې شوې دي.
همدارنگه د پروژو د تطبیق چارو کې د شفافیت د تضمين او د کند مخنيوي لپاره، د څارنې او ارزونې لپاره نوي ډيجيټلي سيسټمونه جوړ شوي دي.
د وزارت د مسولينو د معلوماتو له مخې، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په چوکاټ کې د کورنيو او بهرنيو مرستو د جلب مسولیت هم اقتصاد وزارت ته سپارل شوی دی. دې وزارت د هدفمند او کاري کړنلارو په ترتيب سره د دولتي ادارو، ملي سوداګرو، متنفذينو او نېکو کسانو مرستې تنظيموي.
د دې تر څنګ د تېر کال په جریان کې د ۳۷.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۱ پروژې د کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ د کورنیو او بهرنيو موسسو لخوا تطبيق شوې دي.
د مسولینو په خبره، د ۱۴۰۴ لمريز کال د کاري پلان له مخې په ټولیز ډول ۳۳ فعالیتونه پلان شوي، چې له دې ډلې ۳۷ یې دا مهال تر اجرا لاندې دي.

