د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ لوی رییس مولوي عبدالودود حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ یاد ریاست دنده او مسولیت لري، چې د اسلام مبارک دین او افغاني دود له لارښوونو سره سم هېواد د ورزش ټولو څانګو ته پرمختګ ورکړي، ورزشکارانو ته په کور دننه د ورزش زمینه برابره کړي، بهرینو سیالیو کې د ګډون فرصتونه رامنځته کړي، د ورزشکارانو اړتیاوې پوره کړي او د ورزش ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پلازمنې کابل د سپورټي پروګرامونو د ښه تنظیم او پرمختګ لپاره د عمومي ریاست په اډانه کې د سپورټ ریاست او دوه نوي امریتونه رامنځته شوي، د لویو ورزشي مسایلو د حل لپاره د ورزش عالي شوری تشکيل شوې، د مالي امکاناتو د جذب او بهرنيو اړيکو پياوړتيا لپاره د مالي چارو او بهرينو اړيکو کمېسيون جوړ شوی او دوه ځلې د المپيک له نړيوالې کمېټې او اسيايي کمېټې سره انلاین ناستې ترسره شوې دي.
د المپیک ملي کمېټې ویاند الله محمد اتل مشواڼي ویلي، تېر کال د هېواد په کچه د بېلابېلو سپورټي څانګو درې زره او ۵۸۶ تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ تر سره شوي دي.
د نوموړي په وینا، د هېواد د مختلفو سپورټي څانګو ورزشکارانو په ۴۹ بهرنيو سياليو کې ګډون کړی، چې ۲ د طلا، ۱۰ د نقرې او ۱۰ د برونزو مډالونه یې ګټلي دي.
د المپیک ملي کمېټې ویاند تېر کال د یاد ریاست لاسته راوړڼې؛ په معیاري ډول د اوزلوبې، فوټبال، واليبال او فوټسال ليګونو تر سره کېدل، د ډېرو فدراسيونونو د بهرنیو اړيکو ښه کېدل او په دې برخه کې د ستونزو حل او د ۴۲ فدراسيونونو ملي انتخابي سیالیو ترسره کول یادې کړي دي.
دغه راز اتل مشواڼي په ۱۴۰۲ کال کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست عمده پلانونه؛ په ودانیزه برخه کې د پنځو پروژو پلي کول، د ستراتېژیک پلان نهایي کول، د دوه اړخيزه تفاهم لیکونو لاسلیکول او ظرفیت لوړونه بللي دي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست: تېر کال درې زره او ۶۳۵ داخلي او بهرنۍ سیالۍ شوي
