د لومړي ځل لپاره یوه خصوصي شرکت له بلخ څخه تاجیکستان ته ۵۰ ټنه د کبانو دانه صادره کړه.
د یاد شرکت یوه مسول محمد افضل افضلي ویلي، کوښښ کوي، چې روان کال تاجیکستان ته دوه زره ټنه د کبانو دانه صادره کړي.
دغه راز د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ امیر محمد متقي ویلي، چې ورځ تر بلې له دې ولایت څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو کچه زیاتېږي.

