ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.

 ملا عبدالغني برادر اخوند په لوګر ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د کار پېل د دغه ولایت او په ټوله کې د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوې کچې راکمه، صنعتي فعالیتونه به زیات او ګڼو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د دې پروژو په پلي کولو سره به په لوګر ولایت کې اقتصادي فعالیتونه زیات او د محمد اغې صنعتي پارک د برېښنا ستونزه به هم حل شي.

 نوموړي برېښنا د هېوادونو د پرمختګ له پاره مهمه اړتیا وبلله او د هېواد د وروسته پاتې والي یو لامل یې د کافي برېښنا نشتوالی یاد کړ.

ښاغلي برادر وویل، افغانستان د انرژۍ د تولید ډېرې سرچینې لري، خو له بده مرغه د انرژۍ له دغو سرچینو څخه سمه استفاده نه ده شوې، چې له امله یې هېواد په بهرنۍ برېښنا متکي دی او هر کال سلګونه میلیون ډالره د هغه په بدل کې نورو هېوادونو ته ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو سکټورونو ترڅنګ د انرژۍ سکټور کې هم د پام وړ پرمختګ شوی او په بېلا بېلو ولایتونو کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید پروژې پېل شوې او د دې د تولید ترڅنګ د برېښنا د وېش، تنظیم، صنعتي سیمو او هېوادوالو ته د انرژۍ د رسولو یو شمېر پروژې هم تر کار لاندې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت کلک هوډ کړی چې افغانستان به د انرژۍ له اړخه پرځان بسیا کوي او دا هېواد کولای شي، نه یوازې د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي بلکې دا ظرفیت لري چې حتی نورو هېوادونو ته هم خپله بریښنا صادره کړي، خو د دې له پاره اړتیا ده چې په هېواد کې اوبه مدیریت او له لمر او باد څخه سالمه استفاده وشي چې اسلامي امارت په همدې موخه اوږد مهاله پلانونه تر کار لاندې نیولي دي.

همدارنګه اقتصادي مرستیال د پروژو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي او په ټاکلي وخت یې بشپړ کړي.

دا پروژه چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې پلي کیږي دوې برخې لري چې یوه یې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړول دي چې په بشپړولو یې ۲۸ میلیون ډالره لګښت راځي.

د دې پروژې بله برخه د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب استیشن جوړول او د برېښنا د انتقالي لین غځول دي چې اووه میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره لګښت لري.

د یادونې وړ ده، دا پروژه، چې د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړه شي، د سیمې ۴۰ زره کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا ورسوي او همدارنګه به د محمداغې صنعتي پارک د برېښنا د کموالي ستونزه ب هم حل کړي.