ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې، لومړی د ورسپارل شويو دندو په اړه د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې.

دغه‌راز وروسته د امنيتي ارګانونو، د لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او فرهنګ او ماليې وزارتونو، د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او په اړه يې اړین تصميمونه ونيول شول.

په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.