د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ابنسینا صدري ملي او تخصصي روغتون لپاره ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیست.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د UNDP سیمهییز مشر ښاغلی سټیفن روډریګرز او مل پلاوی، د ابنسینا روغتون مسوولینو او روغتیايي کارکوونکي ګډون کړی و.
د ابن سینا صدري روغتون رییس ډاکټر فریدون رحماني ګډونوالو ته د روغتون د خدماتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د لمریزې انرژۍ سیسټم نصب به د روغتون د خدمتونو د لا ښهوالي په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
همداراز، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رییس ډاکټر امینالله مومند د هېواد په کچه د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او له UNDP ادارې یې د روغتیايي زیربناوو، په ځانګړې توګه د دوامدارې برېښنا د برابرولو په برخه کې د همکاریو مننه وکړه.
بل لور د UNDP سازمان سیمهییز مشر، د روغتیا برخه کې خپلو همکاریو ته په اشارې، دعامې روغتیا وزارت سره د غوره همغږۍ له لارې د پایداره پروژو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیستم د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.

