د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي انجينرانو له لوري یو زر او ۴۳۰ لرغوني آثار، چې د لوګر ولایت د مس عینک له لرغونو سیمو څخه موندل شوي وو، د پاک کارۍ، ابتدایي ترمیم، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک ساحوي ګدام څخه د دې ریاست مرکزي لابراتوار ته ولېږدول شول.
یاد وزارت زیاتوي، دغه اثار د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي دي، چې پکې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبو، کوچنۍ کوزه ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مهرې، ګاوترې، دوک او نور وسایل شامل دي.
د لرغون پېژندنې د رییس سید ذبیح الله سادات په وینا؛ له ساحوي ګدام څخه مرکزي دفتر ته، د یادو اثارو د لېږدولو موخه پاک کاري، ترمیم، وقایه، پېژندنه او تسجیل دی، چې له دې پروسې وروسته به ملي موزیم ته وسپارل شي، ترڅو دایمي نندارې او ساتنې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
یاد اثار چې له پینځه زره کلونو څخه زیات لرغونتوب لري، د تېرو زمانو د کیسو او تجربو استازولي کوي، چې موږ ته د پخوانیو تمدنونو په اړه د ژور درک زمینه برابروي.

