د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو او ګډې سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند په پيل کې له روسیې فدراسیون څخه مننه کړې، چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده او په دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماتیکې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي او په دې اړه یې د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګټور مجلسونه درلودل.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او له خپل لوري د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، د تاتارستان جمهوریت له دې فرصت څخه په ګټه اخیستلو په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، د اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه کې پانګونه کولای شي.
هغه د کابل او کازان تر منځ د ګډې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره تاتارستان ته د افغاني صادراتو پر زیاتوالي او همداراز له دغه هېواد څخه د باکیفیته خوراکي توکو، درملو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو او د دې ترڅنګ د دواړو لوریو د اړوند وزارتونو او ادارو پر ګډ کار کولو هم ټینګار کړی دی.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو ویلي، چې د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د تعامل لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چمتو دي چې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه او همداراز نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د تاتارستان د لومړي وزیر د مرستیال په خبره، د دې سفر پر مهال د تاتارستان د صنعتي شرکتونو مسولین ورسره راغلي او لېواله دي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پيل کړي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال کابل ته د تاتارستاني پلاوي راتګ د کابل او کازان تر منځ په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو لپاره د نوي او ګټور باب پيل بللی دی.

