ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاتارستان له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ پروژو په پلي کولو کې همکاري کوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو سره لیدنه کړې.

 اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت او افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیايي پروژو په پلي کولو خبرې کړې دي.

 د تاتارستان د صدراعظم مرستیال ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ په پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.

له بلې خوا، د اوبو او انرژۍ وزیر هم له دغه وړاندیز څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دوه اړخیزو همکاریو غځونه به د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وي.

دغه راز، ملا عبداللطیف منصور له یاد پلاوي سره د همکاریو د پیل په موخه له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې د پانګونې وړاندیز کړی او له دوی څخه یې د یادې پروژې او د انرژۍ د نورو طرحو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره د دواړو خواوو د تخصصي ټیمونو ترمنځ د تخنیکي غونډو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغه پړاو وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شي.

 همدارنګه د تاتارستان صدراعظم مرستیال د اوبو او انرژۍ وزیر ته بلنه ورکړې څو د «د کازان د انرژۍ نړیوال فورم» چې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې جوړېږي، ګډون وکړي.

په پای کې، دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.