د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمد نعیم د اغا خان پوهنتون له ريیس ډاکټر سلیمان شهابالدین او د اړوند بنسټ له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د روغتیا، زدهکړو، زېربناوو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې شوې دي.
دوکتور محمد نعیم د یاد بنسټ د اغېزناکو فعالیتونو ستاینه کړې او د افغان ډاکټرانو روزنې، ظرفيت لوړولو، د روغتیايي مرکزونو تجهیز او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې يې د دې بنسټ همکاري مهمه بللې ده.
د اغا خان بنسټ استازو د همکاریو د پراخولو هوډ څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوی ته د اړينو اسانتياوو چمتو کولو ډاډ ورکړی دی.

