د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس، د «زازو افغانستان» او «کابل ملي» شرکتونو مسولينو تر منځ د هرات برېښنا ثبات او پياوړتيا په موخه د نږدې ۴۱ ميليونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسليک شول.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پُل هاشمي او له پُل هاشمي څخه تر د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي غځول، د پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول، او په نورالجهاد سبسټېشن کې د لین بي پراختیا د تړون اساسي برخې دي.
د یاد شرکت په وینا، دغه پروژې به د برېښنا د ثبات او پیاوړتیا په موخه د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې له مخې به یې هرات له ډاډمنې برېښنا برخمن شي.

