د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له سفیر ښاغلي العیاش سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د اړیکو په پیاوړتیا ، همدارنګه د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز (KSRelief) لخوا د افغانستان د روغتیایي سکټور د ملاتړ او په افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه معلومات شریک شوي دي.
مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان رول په اسلامي نړۍ کې ارزښتناکه وباله او زیاته یې کړه، د اسلامي همکارۍ سازمان باید د روغتیا په برخه کې د افغان ولس پیغام او اړتیا له نړۍ سره شریکه کړي.
نوموړي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق وباله او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیا برخه باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.
ښاغلي وزیر همداراز وویل، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو تر څنګ د خپلې داخلي بودیجې څخه په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړي، چې له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په یو شمېر سترو روغتیايي پروژو کار په چټکۍ سره روان دی.
بل لور ته د اسلامي همکاریو سازمان استازو هم د اړیکو پیاوړتیا تر څنګ په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پراختیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ ژمنه وکړه.

