ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ او د نړيوالو موسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د روغتيا سکتور له تمويلوونکو او د يو شمېر نړيوالو موسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او نورو مرسته کوونکو موسسو استازو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناسته کې د افغانستان د روغتیایي سکتور پر اوسني وضعیت، د مرستو پر اهمیت او پر راتلونکو پلانونو خبرې شوې.

مولوي نورجلال جلالي د غوره او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو لپاره د سرچینو اغېزمن مدیریت، د روڼتیا اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسولیت بللی او زیاته کړې یې ده، چې له ۲۰۲۶ زیږدیز کال وروسته به د افغانستان روغتیایي سکتور لپاره یوه واضحه او اوږد مهاله ستراتیژیکه نقشه شتون ولري، چې په هغې کې به د وزارت د تمویلوونکو رولونه روښانه او د خدماتو ادغام به د یوې جامع ارزونې وروسته په منطقي ډول ترسره شي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او د نورو مرسته کوونکو موسسو استازو ویلي، چې د افغانستان د روغتیایي سکتور ملاتړ تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې تازه کوي او په دې موده کې به د روغتیا برخه کې د بېړنیو خدماتو پروګرام د تمویل ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت سره نږدې او ګډ کار هم وکړي.