د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چاپان سفیر تاکایوشي کورومایا او مل پلاوي د افغانستان ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد سره د خدای پامانۍ لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د ملي موزیم رییس مولوي صبغت الله عابد د جاپان هېواد له خوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو همکاریو په ځانګړې توګه د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې مننه کړې او د افغانستان په بیارغونه کې یې د دغه هېواد رول مهم بللی دی.
دغهراز د جاپان سفیر د افغانستان اسلامي امارت د تېرو څلور کلونو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د نشهیې توکو پر وړاندې مبارزې، اداري فساد او په ټول هېواد کې د امنیت تامینولو برخو کې لاسته راوړنې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې جاپان به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د دغه هېواد د کلتوري میراثونو او ملي موزیم د ساتنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

