ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې له مشر سره د پولیو پر محوه کېدو خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې اړوند د ختیځې مدیترانې حوزې له مشر ډاکتر حامد رضا جعفري او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د فعالیتونو تازه راپور، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د څرګندونو پر بنسټ د ګډ پروګرام ارزونې، د پولیو ناروغۍ د محوې، د روغتیایي کارکوونکو د پولیو د تشخیص برخه کې روزنې او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په هېواد کې په بشپړه توګه د پولیو ناروغۍ له منځه وړل خپل لومړیتوب بللی او ویلي یې دي، په سیمه کې د پولیو لیګیسي چیلنج اړوند بودیجه باید د روغتیايي خدمتونو په لومړیتوبونو مصرف شي؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې او د پولیو په څېر ساري ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

نوموړي همداراز د پولیو واکسین کمپاین په کیفیت او په اغېزمنه توګه د هغه په پلي کولو خبرې کړي او د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو یې غوښتي، چې دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازو د پولیو د اغېزمن تطبیق برخه کې د بشپړې پاملرنې او بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.