ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزیر: د کورنیو درملو باکیفیته تولید زموږ لومړیتوب دی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د علمي کمپلکس فارما د زرقي سیفالوسپورین (سفټریاکسون) د تولید کرښې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ترڅنګ یو شمېر امارتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او ګڼو اکاډمیکو شخصیتونو برخه اخیستې وه.

مولوي نور جلال جلالي په خپله وینا کې دغه پرانیسته ارزښتناکه او مهمه وبلله او د هېواد دننه د باکیفیته درملو په تولید یې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي د هېواد پانګه‌والو ته د درملو د تولید په برخه کې زمینه برابره کړي، څو افغانستان د درملو په برخه کې ځان‌بساینې ته ورسېږي.

ښاغلي جلالي همدارنګه وویل، د کار لومړیتوب یې د درملو د کیفیت ښه‌والی او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.

د علمي کمپلکس درملو کارخونې بنسټ‌اېښودونکي ډاکتر میرویس علمي وویل: «زموږ موخه یوازې تولید نه دی، بلکې د نړیوالو معیارونو سره سم کیفیت، د خلکو باور ترلاسه کول او د روغتیايي سکتور پیاوړتیا ده.»

د معلوماتو له مخې، د علمي کمپلکس فارما په تولیدي کارخونه کې ټولیزه پانګونه نږدې ۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې یوازې د زرقي سیفالوسپورین د ځانګړې کرښې لپاره شاوخوا درې میلیونه ډالر لګول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، دغه پروژه به خلکو ته باکیفیته او ارزانه درمل برابر کړي، د وارداتو اړتیا به کمه کړي او کورني تولیدات به پیاوړي کړي، چې دا د هېواد د ځان‌بساینې، ملي تولید او د روغتیايي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.