د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوه میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ ډالرو په ارزښت له څلورو همکارو بسټونو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت وايي، د دغو د هوکړه لیکونو له مخې به یادې پیسې د نغدي مرستو ویش، ژمنيو توکو، روغتیا، پخلنځي وسایلو، زده کړو، عامه پوهاوي، د کډوالو د ملاتړ مرکزونو جوړولو، د کاري فرصتونو برابرولو او رواني روغتیا په برخو کې د هېواد په اتو ولایتونو کابل، کونړ، هلمند، زابل، نیمروز، بادغیس، فراه او هرات کې ولګول شي، چې له امله به یې ۱۰ زره ۷۴۹ کورنۍ او ۱۱۰ زره ۸۱۲ تنه راستنېدونکي، بې ځایه شوي او د سیمې اوسېدونکي برخمن شي.

