د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون له رییس ډاکټر حسام فيصل او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د اغېزمنې همغږۍ، د ګډو اړيکو او همکاريو رامنځته کېدو، د افغانستان روغتيايي سکتور د تمويل او واکسين خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي:« موږ تل خپل همکاران هڅولي، چې د عامې روغتیا وزارت له پاليسۍ سره سم خدمات وړاندې او ورسره ښه همغږي او همکاري ولرو؛ څو روغتیايي خدمات پراخ او د خلکو ستونزې حل شي».
بل لور، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړيوال فدراسیون رییس د خپلو فعاليتونو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ غواړو له عامې روغتیا وزارت سره ښې اړيکې، همغږي او همکاري ولرو او په دې برخه کې د وزارت پاليسۍ ته ژمن یو.

