د ازبیکستان ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف او مل پلاوي د افغانستان ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده او د ننګرهار یو شمېر مسوولینو په ملتیا تورخم ته سفر کړی.
ياد سفر کې د ازبیکستان ټرانسپورټ وزیر او مل پلاوي تورخم اړونده مسولینو سره د لیدلو وروسته فرضي کرښې څخه هم لیدنه کړې.
راغلي پلاوي تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار بللې او یادونه یې کړې، چې موږ هڅه کوو د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد ته وده ورکړو، څو په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د ازبیکستان ترانسپورټ وزیر ویلي، د افغانستان له لارې جنوبي اسیا د مرکزي اسیا سره نښلول به د افغانستان ملي اقتصاد ته ډېره پراختیا ورکړي، چې ورسره به لس زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

